د پاکستاني زائرينو لپاره د اسلام آباد خنډ اچونه
خبري سرچينو د پاکستاني زائرينو لپاره چې له ايران او عراقه ستانه شوي دي د پاکستان د خنډ رامنځته کولو خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په اوس حال کښې د پاکستان په تفتان پوله ايز ښار کښې په زرګونو هغه زائرين چې د عراق او ايران له زيارتونو ستانه شوي دي پراتۀ دي او کوئټې ښار ته د روانېدو جازه نه لري.
له بلې د پاکستان د مجلس وحدت مسلمين ، شيعه علماء کونسل او دپاکستان نورو ګوندونو او تنظيمونو د پاکستاني زائرينو لپاره د پاکستان د ځاي چارواکو د خنډ اچونو په غندلو سره د دغه هېواد د زائرينود مشکلاتو د هواري لپاره د اسلام آباد د حکومت د کوششونو غوښتنه وکړه.
هرکال د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو عليهم السلام په زرګونو مينه وال د مشهد او قم مقدس ښارونو د زيارتونولپاره ايران ته سفر کوي يا د ايران له لارې په عراق کښې د مقدسو مزارونو زيارتونو ته ځي.
په وروستيو کلونو کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې د کوئټې او تفتان ښارونو ترمېنځ لاره کښې په پاکستاني زائرينود ترهه ګرو او تکفيري ډلو په حملو کښې په سلګونو تنه وژل شوي يا ژوبل شوي دي.