دایران او پاکستان دمبادلاتو اندازه ترپنځه میلیارډ ډالرو پورې رسیږی
پاکستان او ایران ډیر ظرفیَتونه لری چې باید دواړه لوری په تمهیداتو اوفیصلو سره خپل مینځی تجارت پنځه میلیارډ ډالری ارزښت موخې ته درسیدو لپاره چې ددواړو هیوادونو دمسئولانو له خوا دموافقې وړ لومړنی ګام دی،ورسوی .
زمونږخبریال راپور راکړ په پاکستان کې د ایران سفیر مهدی هنردوست پرون په یولړ څرګندونو کې ایران ته دپاکستان د لومړی وزیر عمران نزدې کیدونکی سفر ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ دتجارتی مبادلاتو تر پنځه میلیارډډالری اندازې ته درسولو خبرو رکړی دی .
مهدی هنردوست وئیلی دی،ایران او پاکستان په بیلابیلو زمینو کې په ډیرو مشترکاتو سره دوه مسلمان اوګاونډی هیوادونه دی او ددغو اړیکو اهمیّت ایجابوی،چې ارتباطات په ترټولو لوړه سویه ترسره شی .
هغه زیاته کړې ایران ته دعمران خان سفر چې د ا پریل په نولسمه او شلمه نیټه ترسره کیږی، په حقیقت کې پاکستان ته داسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی د دوه کاله مخکې سفر په ځواب کې دی .مهدی هنردوست ټینګار کړی و د دواړو هیوادونو په اړیکو کې مهمو موضوعګانو ته په پام سره دغه سفر یو فرصت کیدلی شی چې دواړه لوری په بیلابیلو سویو،د دوو اړخیزو اړیکو بیلابیل اړخونه او پایلې وارزوی ، دغه سفر مهم دی،ځکه ایران ته د پاکستان دلومړی وزیر لومړنی سفر دی اوهغو پراخو موضوعګانو ته په پام سره چې دایران او پاکستان په اړیکو کې دمطرح کیداوړ دی په دغه سفر کې د دواړو لورو له خوا ورته پام کیږی چې ترټولو مهمه موضوع ئې تجارتی راکړې ورکړې او سرحدی ارتباط دی .هغه وئیلی دی پاکستان او ایران ډیر ظرفیَتونه لری چې باید دواړه لوری په تمهیداتو اوفیصلو سره خپل مینځی تجارت پنځه میلیارډ ډالری ارزښت موخې ته درسیدولپاره چې ددواړو هیوادونو دمسئولانو له خوا دموافقې وړ لومړنی ګام دی ، ورسوی .
ټاکل شوې ده د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د اپریل په نولسمه نیټه ایران ته په دوه ورځنی لومړنی سفر راشی .