تهران ته دپاکستان دلومړی وزیر سفر د دواړو هیوادونو په ګټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81634-تهران_ته_دپاکستان_دلومړی_وزیر_سفر_د_دواړو_هیوادونو_په_ګټه_دی
په تهران کې دپاکستان پخوانی سفیر دعمران خان حکومت ته په خطاب کې ټینګار کړی،دپاکستان حکومت هم باید دترکیې په شان چې دامریکا ددباؤنو په ردولو سره ئې له ایران سره تجارت پراخ کړی دی،له ایران سره د اقتصادی اوتجارتی اړیکو دپیاوړی کولو اقدام وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 20, 2019 10:55 Asia/Kabul
  • تهران ته دپاکستان دلومړی وزیر سفر د دواړو هیوادونو په ګټه دی

په تهران کې دپاکستان پخوانی سفیر دعمران خان حکومت ته په خطاب کې ټینګار کړی،دپاکستان حکومت هم باید دترکیې په شان چې دامریکا ددباؤنو په ردولو سره ئې له ایران سره تجارت پراخ کړی دی،له ایران سره د اقتصادی اوتجارتی اړیکو دپیاوړی کولو اقدام وکړی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  په ایران کې دپاکستان پخوانی سفیر آصف علی درانی ایران ته د پاکستان دلومړی وزیر  عمران خان د سفر په هرکلی سره دا سفر د دوواړخیزو اړیکو دپراختیا لپاره  ددواړو هیوادونو په ګټه اومهم بللی او وئیلی دی،دپاکستان حکومت باید د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  په ضد  دامریکا دولسمشر ډونالډټرمپ  د وروستۍ فیصلې په وړاندې  د تهران تر څنګ ودریږی .

په تهران کې دپاکستان پخوانی سفیر دعمران خان حکومت ته په خطاب کې ټینګار کړی ،  دپاکستان حکومت هم باید  دترکیې په شان چې   دامریکا ددباؤنو په ردولو سره ئې  له ایران سره تجارت پراخ کړی دی،له ایران سره د اقتصادی اوتجارتی اړیکو  دپیاوړی کولو اقدام وکړی .

 دسویس په جینوا کې د ملګروملتو په دفتر کې د پاکستان پخوانی استازی ضمیر اکرم هم تهران  ته دپاکستان دلومړی وزیر سفرددواړو هیوادونو ترمینځ  داړیکو په پراختیا کې یومهم ګام بللی او وئیلی ئې دی،اسلام اباد  له ایران سره په تیره بیا په ډیپلوماټیکو اواقتصادی  برخو کې  داړیکو پیاوتیا ته ضرورت لری .

 دپاکستان خارجه وزارت  اعلان کړی ، ددغه  هیواد لومړی وزیر عمران خان  سبا داسلامی ایران دولسمشرحسن روحانی په رسمی بلنې سره په دوه ورځنی سفرایران ته لاړ شی .دغه سفر داقتصادی اړیکو په شمول  په بیلابیلو زمینوکې د تهران اواسلام اباد داړیکو دپیاوړتیا په موخې سره ترسره کیږی .