ددښمنانو دګروهنې په خلاف باید دایران او پاکستان اړیکې پیاوړی شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81682-ددښمنانو_دګروهنې_په_خلاف_باید_دایران_او_پاکستان_اړیکې_پیاوړی_شی
داسلامی انقلاب معظم لارښود له مشهد او د حضرت امام رضا علیه السلام دسپیڅلی حرم له زیارته ایران ته دعمران خان دسفر پیلیدا یوه ښه اوغوره نښه وبلله او هیله ئې وښودله،د امام رضا علیه السلام په عنایاتو سره دغه سفر ددواړو هیوادونو لپاره ښه اورغنده شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2019 01:25 Asia/Kabul
  • ددښمنانو دګروهنې په خلاف باید دایران او پاکستان اړیکې پیاوړی شی

داسلامی انقلاب معظم لارښود له مشهد او د حضرت امام رضا علیه السلام دسپیڅلی حرم له زیارته ایران ته دعمران خان دسفر پیلیدا یوه ښه اوغوره نښه وبلله او هیله ئې وښودله،د امام رضا علیه السلام په عنایاتو سره دغه سفر ددواړو هیوادونو لپاره ښه اورغنده شی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود دایران او پاکستان د ملتونو ارتباط  ژور او په زړه پورې بللی او ټینګار ئې کړی دی ،  د دواړو هیوادونو اړیکې  د دښمنانو   له سپیرو نیّتونو سره سره  باید  لازیاتې پیاوړی اوژورې شی . 

Image Caption

 

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون ناوخته  دپاکستان له لومړی وزیر عمران خان  او ورسره پلاوی سره په کتنې کې   د دواړو هیوادونو  په پولو کې امنیتی  مسئلې  مهمې وبللې او وې وئیل ،   هغه ترهه ګرې ډلې چې  په پولو کې دناکراریو عاملې دی ،  د دښمنانو په پیسو  او وسلو سره تغذیه کیږی  او دایران اوپاکستان په پولو کې    دامینتی ضد حرکتونو یوه موخه ،  د دواړو هیوادونو داړیکو ککړول دی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  د دواړو ملتونو   دارتباطاتو تاریخی  ریښو ته په اشارې سره  وفرمائیل ،  د هند براعظمګی  د ولولې او  عزت اوج   پر دغې سیمې د مسلمانانو د حکومت په پړاؤ کې  ؤ او  دغې مهمې سیمې ته د انګریز استعمارګرو   ستر  ګوزار ،   په د غې  سترې اوپراخې سیمې کې  د  غوره اسلامی تمدن  نابودل وو .

Image Caption

 

  دوی همداراز  په ایران کې  په وروستی سیلاؤ کې  دپاکستان دحکومت د مرستو په قدرونې سره  له مشهد او د حضرت امام رضا علیه السلام  دسپیڅلی حرم له زیارته  ایران ته دعمران خان دسفر  پیلیدا یوه ښه اوغوره نښه وبلله او  هیله ئې وښودله ،  د امام رضا علیه السلام  په عنایاتو  سره  دغه سفر د دواړو هیوادونو لپاره ښه اورغنده شی .

  دپاکستان لومړی وزیر عمران خان هم  په دغې کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ځینی نه غواړی ،  د تهران اسلام اباد اړیکې سره ژورې اونزدې شی ، ووئیل ،  هڅه  کوو د دوا ړو هیوادونو  اړیکې  دمخکې په نسبت لاپیاوړی شی  او  دایران داسلامی جمهوریت   له حکومت سره به  په دوامدار تماس کې ووسو . 

Image Caption

 

 دپاکستان لومړی وزیر  همداراز  دهند دشتمنیو تر ټولو ستر چورتالان  په دغه هیواد دانګریزانو  دشتون له پړاؤ سره اړونده  وبالۀ او وې وئیل  انګریزانو دهند درستې شتمنۍ  چورتالان کړی دی ، تعلیمی نظام ئې تباه کړی  او  هندوستان  ئې   د خپلې غوره مستعمرې په توګه بللې  ؤ .

 دپاکستان لومړی وزیر همدراز پرون ناوخته  له خپل پلاوی سره یو ځای  داسلامی  انقلاب دارواښاد لارښود حضرت امام خمینی  په سپیڅلی حرم کې  حاضر شو او دهغه درنښت اواحترام لپاره ئې فاتحه   ولسوته او  نفل لمنځونه ئې ادا کړل  او دغه راز ئې  د ارواښاد امام په قبر د ګلونو ستره  ګیډۍ کیښودله .