پاکستاني چارواکي د ایران خلاف د امریکې په وروستۍ فیصلې نیوکه وکړه
د پاکستان په سینیټ کښې د دغه هیواد او ایران د دوستۍ ډلې غږملونکي د ایران د تیلو د خرڅون د معافیت د ختمولو په هکله د امریکې په وروستۍ پریکړې نیوکه وکړه.
سینیټر عبدالقیوم خان نن په اسلام آباد کښې د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې د ایران د تیلو د اخیستونکو ولپاره د معافیت د نه تمدیدولو په لړ کښې د امریکې د پریکړې په غندلو سره وویل: د امریکې لمسونکي اقدامات په سیمه کښې د بې ثباتۍ سبب کیږي.
هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتو منشور ته په پام سره هیڅ هیواد حق نه لري چې د نورو هیوادونو خلاف خپلې غوښتنې بل کوم هیواد ته ډیکټی کړي یا خپل سیاستونه په نورو وروتپي.
عبدالقیوم څرګنده کړه: امریکا د هغو هیوادونو مخه نیول غواړي چې خپلواکه سیاست لري او د امریکې د سلطې منلو ته غاړه نه ږدي.
د ویلو ده چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو وړمه ورځ له ایټمي موافقې په غیرقانوني توګه د واشنګټن د وتلو د وړومبۍ کلیزې په درشل کښې وویل چې امریکا به د روان کال د مۍ له دویمې نیټې څخه د ایران د تیلو د پیرونکو معافیت تمدید نه کړي.
دا پریکړه د چین، جنوبي کوریا، هندوستان، جاپان او ترکیې په شمول د ایرن د تیلو د آسیايي مشتریانو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.