په پاکستان کی د افغان کډوالو لپاره نوی قوانین تصویبږی
پاکستان څلور لسیزې کیږی چی له افغانستانی کډوالو کوربتوب کوی خو نړیواله ټولنه چمتو نده چی په دې زمینه کی ونډه ولرلې شی .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان دپولو د چارو وزیر مملکت شهریار خان افریدی په اسلام اباد کی د بیلا بیلو هیوادونو د سفیرانو په ټول کی په خپله وینا کی وویل اسلام اباد د افغان کډوالو لپاره نوی قوانین تصویبوی چی ډیر ژر به په دې زمینه کې اطلاع ورکړل شی . هغه همداراز ټینګار وکړ پاکستان څلور لسیزې کیږی چی له افغانستانی کډوالو کوربتوب کوی خو نړیواله ټولنه چمتو نده چی په دې زمینه کی ونډه ولرلې شی .
ده همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چی د افغانستانی کډوالو په عزت سره د ستنولو لپاره خپل رول ولوبوی . په پاکستان کی کابو دوه نیم میلیون افغان کډوال ژوند کوی چی یوه برخه یې قانونی اقامت نلری .