پاکستان د افغانستان شارژدافیر احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81907-پاکستان_د_افغانستان_شارژدافیر_احضار_کړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني فوځيانو د وژلو له کبله اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافیر احضار کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2019 02:47 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان شارژدافیر احضار کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني فوځيانو د وژلو له کبله اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافیر احضار کړ.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغان شارژدافیر ته ویل شوي دي هغه بریدګر چې په شمالي وزیرستان کې يې په پاکستاني پوځیانو برید وکړ، د "پکتیکا د ګیان او برمل له ولسوالیو" څخه ورغلي وو.

اعلامیه وايي پاکستاني سرتېري د شمالي وزیرستان د الواره په سیمه کې پر ډیورېنډ کرښې د اغزن مزو په لګولو بوخت وو چې د ۷۰-۸۰ ترمنځ وسله والو پرې برید وکړ.

پاکستان وايي چې بریدګرو د سپکو او درنو وسلو او ډزې هم کړې دي. پاکستان له دې کبله افغانستان ته اعتراض کړی دی.

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې افغان شارژدافیر ته ویلي دي چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرښې په اوږدو کې امنیت او ثبات ګډوډي.

پاکستان وايي په برید کې درې سرتېري وژل شوي او بریدګر بېرته تښتېدلي دي. پاکستان ادعا کوي چې افغان ځواکونو د بریدګرو د مخنیوي لپاره هېڅ هم نه دي کړي.