د پاکستان د مرکزي بېنک نوے مشر وګمارل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81958-د_پاکستان_د_مرکزي_بېنک_نوے_مشر_وګمارل_شو
د پاکستان د خزانې وزارت په يوې بيانيه کښې د دغه هېواد د مرکزي بېنک يا سټېټ بېنک د نوي مشر د ګمارل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 05, 2019 15:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان د مرکزي بېنک نوے مشر وګمارل شو

د پاکستان د خزانې وزارت په يوې بيانيه کښې د دغه هېواد د مرکزي بېنک يا سټېټ بېنک د نوي مشر د ګمارل کېدو خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د خزانې د وزارت د بيانيې له مخې د دغه هېواد ولسمشر ډاکټر عارف علوي ډاکټر رضا باقر چې د پاکستان د مالياتي ادارې مخکښنې کارکونکے ؤ د مرکزي بېنک د مشر په توګه وګمارۀ.

د پاکستان د مرکزي بېنک مخکښېنے مشر طارق باجوا پرون په داسې حال کښې چې د پېسو د نړيوال صندوق آئي اېم اېف له استازيو سره د خبرو اترو په حال کښې ؤ له خپل پوسټه څنګته شو.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان څو ورځې مخکښې تاکيد کړے ؤ چې ډېر زر به په کابينه او د هېواد د چارواکو په  ترکيب کښې پراخ بدلونونه راولي.