پاکستان د صلحې د پایپ لاین اجرا ته هوډمن دی
د پاکستان وزیراعظم وویل: اسلام آباد به د تهران په ملګرتیا سره د صلحې پایپ لاین په نوم له ایرانه پاکستان ته د ګیس د انتقال د نل لیکې د طرحې د بشپړولو لپاره ضروري اقدامات وکړي.
د ایرنا د رپورټ له مخې عمران خان پرون په یولړ څرګندونو کښې د صلحې د پایپ لاین د طرحې د خنډ په توګه د ایران خلاف د امریکې په بندیزونو باندې په نیوکې سره زیاته کړه: د دې پروژې د پرمخ بیولو لپاره مې خارجه وزارت ته ضروري احکامات صادر کړي دي.
هغه د خپل هیواد د خارجه وزارت له چارواکو وغوښتل چې په دې لړ کښې له ایران سره د نظر د اختلاف د ختمولو په ترڅ کښې، ګډې موافقې ته د رسیدو لپاره یوه موثره طریقه پيدا کړي.
عمران خان په عین حال کښې څرګنده کړه: اسلام آباد فیصله کړې ده چې له ایرانه د ګیس د انتقال د پایپ لاین د حقوقي اړخونو په هکله له ځینو نړیوالو ارګانونو سره ځیني مکاتبات وکړي.