د پاکستان په لاهور کښې ترهه ګريزې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82020-د_پاکستان_په_لاهور_کښې_ترهه_ګريزې_چاودنې_مرګ_ژوبله_رامنځته_کړه
د پاکستان په لاهور ښار کښې د ترهه ګريزې چاودنې له کبله لږ تر لږ لس تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 08, 2019 14:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان په لاهور کښې ترهه ګريزې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه

د پاکستان په لاهور ښار کښې د ترهه ګريزې چاودنې له کبله لږ تر لږ لس تنه ووژل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه چاودنه چې چارواکو ځان وژونکې اعلان کړه په لاهورښار کښې د داتا ګنج بخش (رح) له مزار سره نزدې رامنځته شوه چې له امله يې لږ تر لږه نور شل تنه ژوبل شول.

د رپوټ له مخې ويل کيږي د دغې چاودنې اصلي هدف د پاکستان پوليس ځواکونه وو چې د مزارخواو شا په امنيتي ماموريت بوخت وو.

د چارواکو له قوله د وژل کېدونکو د شمېر د زياتېدو احتمال شته.

تر اوسه چا کس يا ډلې د چاودنې ذمه واري په  غاړه نه ده اخېستې.