د پاکستان په بلوچستان کښې ۱۵ ترهګر وژل شوي دي
May 11, 2019 03:15 Asia/Kabul
د پاکستان د سرحدي ځواکونو (ایف،سي) قومندان په بلوچستان صوبه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له سرحد سره نزدې د ۱۵ ترهګرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
معظم انصاري پرون د پاکستان د سینیټ د یوشمیر استازو په غونډه کښې وویل چې د دغه هیواد سرحدي ځواکونو په دې وروستیو کښې په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرو د تحرکاتو په هکله د پټو معلوماتو په ترلاسه کولو سره په یولړ عملیاتو کښې له هغوي ۱۵ تنه ووژل.
د پاکستان د سرحدي ځواکونو قومندان په دې خبرې سره چې له ایران سره د پاکستان په ګډ سرحد کښې د کُنډه تار لګولو طرحه په راتلونکو درې، څلورو کالو کښې بشپړیږي، څرګنده کړه: پاکستان د د دغو پولو د امنیت د سختولو لپاره د خپلو سرحدي برجکونو شمیر زیاتوي.
ټیګونه