دعرب نیوزخبر د ایران او پاکستان داړیکو په ضد یوه دسیسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82158-دعرب_نیوزخبر_د_ایران_او_پاکستان_داړیکو_په_ضد_یوه_دسیسه_ده
د پآکستان په مطبوعاتو اوخبری رسندیو کې دعرب نیوز له قوله راپورونه خپره شوی ، چې د پاکستان د انټرسټیټ سسټمز ادارې مشر صولت مبین په حوالې سره ددې خبرې په ستر ښودلو سره هڅه شوې چې دامریکا د پابندیو له امله دپاکستان حکومت له ایرانه دګیسو داخستو د پروژې له اجرا انکار کړی او په دې باب ئې ایران ته لیک هم استولی دی ، چې په ایران کې دپاکستان سفیرې دغه خبره چورلټه دروغ او یوه دسیسه بللې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2019 00:23 Asia/Kabul
  • دعرب نیوزخبر د ایران او پاکستان داړیکو په ضد یوه دسیسه ده

د پآکستان په مطبوعاتو اوخبری رسندیو کې دعرب نیوز له قوله راپورونه خپره شوی ، چې د پاکستان د انټرسټیټ سسټمز ادارې مشر صولت مبین په حوالې سره ددې خبرې په ستر ښودلو سره هڅه شوې چې دامریکا د پابندیو له امله دپاکستان حکومت له ایرانه دګیسو داخستو د پروژې له اجرا انکار کړی او په دې باب ئې ایران ته لیک هم استولی دی ، چې په ایران کې دپاکستان سفیرې دغه خبره چورلټه دروغ او یوه دسیسه بللې ده .

زمونږخبریال د اسلام ټایمز  خپرونې له قوله راپور راکړ  په ایران کې د پاکستان سفیرې میرمن طلعت مسعود د قرآن  یویشتم  نړیوال کنفرانس  په مناسبت د دستورو  ترڅنګ  د  سحر اردو  ټیلیویژنی  چینل سره په خصوصی خبرو کې  دایران  پاکستان د سولې دپایپ لاین  په خلاف  د عرب نیوز خپرونې  خبر پروپیګنډه وبلله  او وې وئیل   دپاکستان د انټر سټیټ  ګیس سسمټز  شرکت  عموم مدیر  مبین صولت بیان  چټی او  عرب نیوز خپرونې هم دایران  او پاکستان د اړیکو د خرابولو په نیّت سره دغه  خبره  تحریف کړې ده، چې هیڅ ارزښت نه لری .

میرمن مسعود همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې  مبین صولت  اصلا په دې باب هیڅ خبرې نه دی کړی  او  دغه خبر چې  پاکستان  د امریکا دبندیزونو له امله  دایران پاکستان  دپایپ لاین دپروژې له  اجرا کولو انکار کړی  او ایران ته ئې لیک لیږلی دی ، هیڅ  حقیقت نه لری .  په ایران کې دپاکستان سفیرې جوته کړې  دایران  اوپاکستان دګیس پایپ لاین دپروژې د بشپړولو په مناسبت به ډ یر   له ایرانه دمتخصصانو  یو لوړپوړی   پلاوی دمشورو لپاره پاکستان ته ورشی . هغې روښانه کړې  ، دم ګړۍ  دایران اوپاکستان اړیکې مخ په ښه کیدو دی  او ایران ته دپاکستان دلومړی وزیر عمران خان  دسفر مثبتې  اغیزې  په راښکاره کیدو دی .

  داپه داسې حال کې دی چې د پآکستان په مطبوعاتو اوخبری رسندیو کې  دعرب نیوز  له قوله راپورونه خپره شوی ، چې  د پاکستان د انټرسټیټ سسټمز  ادارې  مشر  صولت مبین   په  حوالې سره ددې  خبرې په ستر ښودلو سره هڅه شوې چې  دامریکا د پابندیو  له امله   دپاکستان حکومت  له ایرانه دګیسو داخستو د پروژې  له اجرا انکار کړی او په دې باب ئې ایران ته لیک هم استولی دی ، چې په ایران کې دپاکستان سفیرې دغه خبره چورلټه دروغ او یوه دسیسه بللې ده .