د پاکستان (فلسطین فاونډیشن) د امریکې غندنه وکړه
-
د پاکستان د جماعت اسلامي امیر سراج الحق د فلسطین فاونډیشن په غونډه کښې امریکا وغندله
په پاکستان کښې فلسطین نومي فاونډیشن له صهیونیسټانو د پټو سترګو د ملاتړ په وجه د امریکې په غندلو سره وویل: صهیونیسټي رژیم د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د استکباري قدرتونو له دسیسې ګټه پورته کوي.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان (فلسطین فاؤنډیشن) پرون په کراچۍ کښې د دغه هیواد د سیاسي ګوندونو د مشرانو، پوهانو او مذهبي شخصیتونو په شتون سره، (د قدس په لور) نومې کانفرنس ترسره کړ.
په دغه غونډه کښې ګډونوالو د فلسطین د مظلومو خلکو له مقاومت سره د پيوستون د څرګندونې په ترڅ کښې، د صهیونیسټي رژيم له اقداماتو د ملاتړ په موخه د امریکې او نړیوالې ټولنې کړچار وغنده.
په دغه کانفرنس کښې د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سینیټر سراج الحق په خپله وینا کښې ټینګار وکړ چې فلسطین د اسلام او مسلمانانو دی او صهیونیسټي رژيم هیڅکله د پاکستان او نورو اسلامي هیوادونو ملګری نه شي کیدی.
هغه د اسلامي هیوادونو په وړاندې د واشنګټن په یرغلیزې کړنلارې باندې په نیوکې سره هم وویل چې امریکا په سیمه کښې د ګډوډي رامینځته کولو په لټه کښې ده.
سینیټر سراج الحق زیاته کړه: صهیونیسټي رژيم د ایران او عربستان ترمینځ د اختلافاتو په شمول د اسلامي نړۍ مخې ته له پرتو چیلنجونو ګټه پورته کوي.
په یاده غونډه کښې د مسلم لیګ نواز ګوند غړي او د سند صوبې پخواني ګورنر محمد زبیر هم وویل: په خواشینۍ سره نن سبا د سیمې ځینو مسلمانو هیوادونو، صهیونیسټي رژیم ته د دوستۍ لاس ورکړی دی او د فلسطینیانو په وړاندې یې خوله ګنډلې ده.
د پاکستان د سیاسي او مذهبي ګوندونو د کانفرنس د پاې په پریکړه لیک کښې څرګندونه شوې ده چې د فلسطین ټوله خاوره د دغه هیواد د خلکو ده او هیڅوک حق نه لري چې د دغه هیواد د خاورې د یوې برخې د استعمالولو او نیولو ادعا وکړي.