پاکستان د فارس خلیج سیمې له روانو حالاتو اندیښمن دی
May 22, 2019 10:39 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا په سیمه کښې د ایران او امریکې په کشالې پورې له اړوندو وروستیو بدلونونو اندیښنه څرګنده کړه.
د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي چې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په غونډه کښې د ګډون لپاره قرقیزستان ته تللی، رسنیو ته یې وویل: پاکستاني پلاوی به د شنګهايي د غونډې ترڅنګ د ۵+۱ ډلې د دوو غړو په توګه د چین او روسیې له خارجه وزیرانو سره د ایټمي موافقې او په ایران او امریکې پورې د اړوندو بدلونونو په هکله سلامشورې وکړي.
د پاکستان حکومت تیره اونۍ هم په فارس خلیج کښې د امریکې د پوځي شتون د زیاتیدو په غبرګون کښې ویلي وو چې د امریکې تحرکات اندیښمنونکي دي او په سیمه کښې د شخړې د رامینځته کیدو سبب کیږي.
ټیګونه