له ایران سره د پاکستان دملګرتیاؤ د ژورتیالپاره هڅې دوه برابره کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82852-له_ایران_سره_د_پاکستان_دملګرتیاؤ_د_ژورتیالپاره_هڅې_دوه_برابره_کیږی
اعجاز شاه د ایران مرستیال داخل وزیر ته ډاډ ورکړ ،پاکستان له ایران سره د اقتصادی او سیمه ایزو تعاملاتو د پراختیا په لاره کې د خنډونو لیرې کولو ته ژمن دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 18, 2019 00:52 Asia/Kabul
  • له ایران سره د پاکستان دملګرتیاؤ د ژورتیالپاره هڅې دوه برابره کیږی

اعجاز شاه د ایران مرستیال داخل وزیر ته ډاډ ورکړ ،پاکستان له ایران سره د اقتصادی او سیمه ایزو تعاملاتو د پراختیا په لاره کې د خنډونو لیرې کولو ته ژمن دی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان د کورنیو چارو  وزیر  اعجاز احمد شاه پرون مازدیګرپه اسلام اباد کې  د ایران د کورنیو چارو د وزیر له مرستیال ذولفقاری سره په کتنې کې ټینګار کړی ، اسلام اباد  له اسلامی ایران سره د  اقتصادی او سیمه ایزو ملګرتیاؤ دپراختیا په لاره کې  د خنډونو دلیرې کولو لپاره هیڅ هڅه نه سپموی .

 اعجاز شاه  د ایران  مرستیال داخل وزیر ته ډاډ ورکړ  ،پاکستان  له ایران سره د اقتصادی او سیمه ایزو تعاملاتو د پراختیا په لاره کې د  خنډونو لیرې کولو ته ژمن دی .

 دپاکستان د کورنیو چارو  وزیر  همداراز د اقتصادی اوسرحدی  چارو کې د ګډو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره د  ا سلام اباد اوتهران د موافقې خبر هم ورکړ . 

 حسین ذوالفقاری هم په دغې کتنې کې  ددواړو هیوادونو په پوله ایزو سیمو کې د ترهه ګرو او اشرارو  ډلو په لاس د ایران  د تښتول شوو  درو پوله ساتونکو  دخوشی کیدا لپاره د  پآکستان  دحکومت او استخباراتی ادارو  د جدی هلو ځلو په ضرورت  هم ټینګار کړی او د دواړو هیوادونو د خپل مینځیو  اړیکو دپراخولو په ضرورت ئې  هم  رڼا اچولې ده .