FATFپاکستان ته دمالی درغلیوپه باب درې میاشتې نورفرصت ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82931-fatfپاکستان_ته_دمالی_درغلیوپه_باب_درې_میاشتې_نورفرصت_ورکړ
یوه موده کیږی،دپاکستان حکومت په دغه هیواد کې دترهه ګرۍ ضدپراخ اقدامات پیل ړی دی چې تردې دمه ئې ډیر زیات ترهه ګر ا و جنایتکار نیولی دی،خو هغه شان چې ولس ئې غواړی،ددغو جنایتکارو او ترهه ګرو په ضد ئې کوټلی اقدامات نه دی کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 22, 2019 08:43 Asia/Kabul
  • FATFپاکستان ته دمالی درغلیوپه باب درې میاشتې نورفرصت ورکړ

یوه موده کیږی،دپاکستان حکومت په دغه هیواد کې دترهه ګرۍ ضدپراخ اقدامات پیل ړی دی چې تردې دمه ئې ډیر زیات ترهه ګر ا و جنایتکار نیولی دی،خو هغه شان چې ولس ئې غواړی،ددغو جنایتکارو او ترهه ګرو په ضد ئې کوټلی اقدامات نه دی کړی .

زمونږ خبریال  له اسلام اباده راپور راکړ  د ایف اې ټی ایف  په نامې سره د مالی  اقدام ځانګړی کمیشن   دپاکستان حکومت ته یو ځل بیا  فرصت ورکړڅو  په دغه  هیواد کې د پیسو دپاکونې او  د ترهه ګرۍ دمالی تامین  په زمینې کې دې لازم اقدامات غوره کړی .

راپورښئ  ایف اې ټی ایف ادارې  نن   دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ، پاکستان  درې میاشتې نور فرصت لری څو له دترهه ګرۍ له مالی تامنیدا او  مالی درغلیو اوناسمې استفادې سره د  مبارزې  دقوانینو  په  عملی کولو سره دې زرترزره  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره  خپل  ملی پروګرام بشپړ کړی .

 ایف اې ټی ایف ادارې  وئیلی دی،ددغې ادارې دسپارښتنو  دنه عملی کیدا په بڼه کې  به پاکستان د ایف اې ټی ایف  ترو لیسټ ته ورزیات شی  او ددغه هیواد د مالی موسسو اوبانکونو  دفعالیتونو په ضد به نوی تدبیرونه غوره کړی .

 اوس  پاکستان د ایف اې ټی ایف ادارې  په نارنجی لیسټ کې دی .

 دغې ادارې له دې مخکې هم پاکستان ته د ۲۰۱۹کال تر جنورۍ پورې فرصت ورکړی ؤ  چې په پاکستان کې دې د ترهه ګرۍ د مالی تامینیدا سرچینې وپیژنی او دتړلو  اقدام د ئې وکړی .

 یوه موده کیږی ، دپاکستان حکومت  په دغه هیواد کې دترهه ګرۍ ضد پراخ اقدامات پیل ړی دی  چې تر دې دمه ئې ډیر زیات ترهه ګر ا و جنایتکار نیولی دی،خو  هغه شان چې  ولس ئې غواړی،ددغو جنایتکارو او ترهه ګرو په ضد ئې کوټلی اقدامات نه دی کړی .