پاکستان له افغان کډوالو په سیاسی شخړوکې آوزاری استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82937-پاکستان_له_افغان_کډوالو_په_سیاسی_شخړوکې_آوزاری_استفاده_کوی
تیر کال دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وئیلی وو ،په غیر قانونی توګه د ژوند له څو لسیزو وروسته،افغان کډوالو ته په نهایت کې تابعیّت ورکول کیږی،خو تردې دمه ددغې ژمنې د پوره کولو لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی البته په دې باب د عمومی افکارو هم سخت غبرګونونه راپاریدلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 22, 2019 10:57 Asia/Kabul
  •   پاکستان له افغان کډوالو په سیاسی شخړوکې آوزاری استفاده کوی

تیر کال دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وئیلی وو ،په غیر قانونی توګه د ژوند له څو لسیزو وروسته،افغان کډوالو ته په نهایت کې تابعیّت ورکول کیږی،خو تردې دمه ددغې ژمنې د پوره کولو لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی البته په دې باب د عمومی افکارو هم سخت غبرګونونه راپاریدلی دی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د بخښنې نړیوالې ادارې  په وروستی راپور کې راغلی دی،کډوال د اجباری ویستنې او همدراز له کابل سره په سیاسی شخړو کې  ورځینی د اسلام اباد  د آوزاری استفادې په دلیل،په پاکستان کې د  افغان کډوالو شمیر،په دغه هیواد کې د افغانانو دشتون د ډیرې کیمدا لامل شوی دی .

دبخښنې نړیوالې ادارې په دغه راپور کې وئیل شوی دی،دم ګړۍ په پاکستان کې  څه دپاسه یونیم میلیون  افغان کډوال ثبت شوی دی او یو میلیون نور کډوال هم  دپناغواړو  په توګه ثبت شوی نه دی . 

 په میلیونونو افغان کډوالو په ۱۹۷۹کال کې په افغانستان دشوروی له حملې وروسته پاکستان ته کډه په سر شوی اوپه ترټولو لوړه سویه یعنی  په دغه هیواد کې د افغان کډوالوشمیرڅه دپاسه څلورمیلیون کسانوته رسیدلی دی.

تیر کال دپاکستان لومړی وزیر عمران خان  وئیلی وو،په غیر قانونی توګه د ژوند له څو لسیزو وروسته،افغان کډوالو ته په نهایت کې تابعیّت ورکول کیږی،خو  تردې دمه  ددغې ژمنې د  پوره کولو لپاره  هیڅ  اقدام نه دی شوی البته په دې باب  د عمومی افکارو  هم سخت غبرګونونه راپاریدلی  دی .