پاکستاني چارواکو ته د خپلو شتمنیو د اعلانولو وروستی مهلت ورکړی شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83115-پاکستاني_چارواکو_ته_د_خپلو_شتمنیو_د_اعلانولو_وروستی_مهلت_ورکړی_شو
د پاکستان حکومت پرون د دغه هیواد د مختلفو برخو د مسئولانو او چارواکو د شتمنیو د بشپړو معلوماتو د وړاندې کولو مهلت د روانې جولایۍ میاشتې تر دریمې نیټې پورې زیات کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2019 03:10 Asia/Kabul
  • پاکستاني چارواکو ته د خپلو شتمنیو د اعلانولو وروستی مهلت ورکړی شو

د پاکستان حکومت پرون د دغه هیواد د مختلفو برخو د مسئولانو او چارواکو د شتمنیو د بشپړو معلوماتو د وړاندې کولو مهلت د روانې جولایۍ میاشتې تر دریمې نیټې پورې زیات کړ.

د پاکستان حکومت پرون د دغه هیواد د مختلفو برخو د مسئولانو او چارواکو د شتمنیو د بشپړو معلوماتو د وړاندې کولو مهلت د روانې جولایۍ میاشتې تر دریمې نیټې پورې زیات کړ.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد حکومت پرون خپلو مسئولانو او چارواکو ته د شپې تر دولسو بجو مهلت ورکړی و چې خپلې اثاثې او شتمنۍ اعلان او درج کړي خو بیګا یې دا مهلت د جولایۍ تر دریمې نیټې پورې زیات کړ.

د ویلو ده چې عمران خان له انتخاباتو او وزیراعظم جوړیدو مخکښې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې له اقتصادي مفسدانو سره به مبارزه کوي او د اسلام آباد د حکومت په اقتصادي سیاستونو کښې به جدي اصلاحات راولي.