د پاکستان وزیراعظم د افغانستان له طالب مشرانو سره ګوري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83189-د_پاکستان_وزیراعظم_د_افغانستان_له_طالب_مشرانو_سره_ګوري
عمران خان په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت په موخه په نزدې راتلونکي کښې د طالب ډلې له مشرانو سره ملاقات کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2019 11:15 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم د افغانستان له طالب مشرانو سره ګوري

عمران خان په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت په موخه په نزدې راتلونکي کښې د طالب ډلې له مشرانو سره ملاقات کوي.

په سیاسي چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي په نزدې راتلونکي کښې د طالب ډلې له مشرانو سره د وزیراعظم عمران خان د ملاقات خبر ورکړ.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکوي چې نعیم الحق وویل: عمران خان به ډیر زر په اسلام آباد کښې د افغانستان د طالب ډلې له یوشمیر مشرانو سره وګوري او په دغه هیواد کښې د جنګ د خاتمې او د صلحې او ثبات د ټینګښت په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان د کړکیچ د هواري او د هندوستان په شمول له ټولو ګاونډي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.