د پاکستان سیاسي ګوندونو د امریکې او اسرائیلو غلیمانه سیاست وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83192-د_پاکستان_سیاسي_ګوندونو_د_امریکې_او_اسرائیلو_غلیمانه_سیاست_وغنده
د پاکستان د یوشمیر سیاسي ګوندونو مشرانو په اسلام آباد کښې یوه غونډه کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې او صهیونیسټي رژيم غیرقانوني بندیزونه او بدمعاش ډوله سیاستونه په کلکه وغندل.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 04, 2019 11:59 Asia/Kabul
  • د پاکستان سیاسي ګوندونو د امریکې او اسرائیلو غلیمانه سیاست وغنده

د پاکستان د یوشمیر سیاسي ګوندونو مشرانو په اسلام آباد کښې یوه غونډه کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې او صهیونیسټي رژيم غیرقانوني بندیزونه او بدمعاش ډوله سیاستونه په کلکه وغندل.

د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند یو جګ پوړې غړي د اسلام آباد په پرونۍ غونډه کښې د ایران خلاف د امریکې د نفسیاتي جنګ پیلولو ته په اشارې سره وویل: واشنګټن به خپلو پلیدو اهدافو ته ونه رسیږي او ماتې به وخوري.

نعیم الحق په دې خبرې سره چې د لویدیځې آسیا د ناامنۍ اصلي عامل واشنګټن دی، زیاته کړه: یوازنی ګواښ چې د دې سیمې امنیت یې په خطر کښې اچولی دی د غاصب صهیونیسټي رژيم په نوم د سرطاني غُدې شتون دی چې د فلسطین د خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي.

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي علامه راجا ناصر عباس جعفري هم له نړیوالې ایټمي موافقې د وتلو په وجه په امریکې باندې په نیوکې سره وویل: د پاکستان ولس، امریکا او صهیونیسټ رژيم خپل اصلي دښمنان ګڼي او د واشنګټن او تل ابیب د ناکامو دسیسو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ کوي.

د سینیټ د داخلي چارو د کمیشن مشر او د پاکستان پخواني داخله وزیر سینیټر رحمان ملک هم د فلسطین د خلکو د حقوقو په رسمیت پیژندلو باندې په ټینګار سره وویل چې د امریکې او صهیونیسټي رژيم د پيړۍ د معاملې شرمناک پلان په ماتې محکوم دی.

د پاکستان د سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو په دغه غونډه کښې هم داشان ټینګار وکړ چې امریکا باید په سیمه کښې خپل استعماري او زور ویونکي سیاستونه بند کړي او د اسلامي او خپلواکو هیوادونو په چارو کښې دې لاسوهنه نه کوي.