ایران او پاکستان تجارتی ملګرتیاوې نوره هم زیاتوی
رحمانی زیاته کړې ده ایران اوپاکستان اوږدې پولې ،ګډ تاریخ اوکلتور او د دواړو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو کلک هوډ اوارادې ته په پام سره ، په بیلابیلو برخو په تیره بیا په اقتصادی برخې کې دملګرتیاؤ دلاپراختیا لپاره ډیرې زمینې لری .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ دایران د تجارت او معدن اوصنعت دچارو وزیر رضارحمانی چې دایران او پاکستان د ګډې تجارتی کمیټې په اوه مې غونډې کې دګډون لپاره اسلام اباد ته تللی دی ، ددغې غونډې په څنډې کې ئې وئیلی دی ، دایران او پاکستان ترمینځ د تخصصی کارونو ډلې جوړې شوی ، چې اصلی موخه ئې خپل مینځیو تجارتی مبادلاتود آسانتیاؤ د لارو چارو ارزول دی .
رحمانی زیاته کړې ده ایران اوپاکستان اوږدې پولې ،ګډ تاریخ اوکلتور او د دواړو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو کلک هوډ اوارادې ته په پام سره ، په بیلابیلو برخو په تیره بیا په اقتصادی برخې کې دملګرتیاؤ دلاپراختیا لپاره ډیرې زمینې لری .
د ایران دتجارت اوصنعتی چارو وزیر په اسلام اباد کې دایران او پاکستان د ګډې تجارتی کمیټې په غونډې کې په ګډون سربیره د تجارت اوصنعت په چارو کې دپآکستان لومړی وزیر له سلاکار عبدالرزاق داؤد ، دپانګونې دکمیشن له مشر زبیرګیلانی او د کشتۍ چلونې دچارو له وزیر سید علی زیدی سره هم کتنه او خبرې اترې کړی دی .