ایران او پاکستان د سرحدي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په سر موافقه وکړه
د ایران او پاکستان اسلامي جمهوریتونه په اسلام آباد کښې د ګډو سرحدي کمیشنونو په غونډه کښې د سرحدي ملګرتیا د پياوړتیا په سر موافقې ته ورسیدل.
د ایران او پاکستان اسلامي جمهوریتونه په اسلام آباد کښې د ګډو سرحدي کمیشنونو په غونډه کښې د سرحدي ملګرتیا د پياوړتیا په سر موافقې ته ورسیدل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې ویلې دي: د ایران او پاکستان د لوړ سرحدي کمیشن دویمه غونډه پرون د سیاسي او پوځي استازو په ګډون او د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو حقوقي چارو د لوې مدیر عباس باقرپور اردکاني او د پاکستان د خارجه وزارت د سیمه ایز لوې مدیر زاهد حفیظ چودري په مشرۍ په اسلام آباد کښې ترسره شوه او دواړو لورو هم داشان د نویو سرحدي لارو په پرانیسته کښې د چټکتیا راوستتلو ژمنه وکړه.
په دغه خبرپاڼه کښې راغلې دي: ایران او پاکستان هم داشان د سرحدي نقشو د اپ ډیټ کیدو او له پولو د ګډې نقشې د اخیستو په ضروت هم تاکید کړی دی.
د ویلو ده چې ایران او پاکستان ۹۶۰ کیلومیټره ګډه پوله لري.