د پاکستان خارجه وزارت په اسلام آباد کښې د هندوستان سفر وروباله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83861-د_پاکستان_خارجه_وزارت_په_اسلام_آباد_کښې_د_هندوستان_سفر_وروباله
د پاکستان د خارجه وزارت قائم مقام په اسلام آباد کښې د هندوستان سفیر اجی بِساریا، دغې وزارتخانې ته وروغوښته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2019 02:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزارت په اسلام آباد کښې د هندوستان سفر وروباله

د پاکستان د خارجه وزارت قائم مقام په اسلام آباد کښې د هندوستان سفیر اجی بِساریا، دغې وزارتخانې ته وروغوښته.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې سهیل محمود پرون مازیګر د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د نوې ډیلي په وروستیو اقداماتو باندې د پاکستان د حکومت اعتراض، اجی بساریا ته ابلاغ کړ.

د پاکستان د خارجه وزارت قائم مقام په دغه کتنه کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د تحرکاتو او اقداماتو په بندیدو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: نوی ډیلی باید د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک احترام وکړي.

سهیل محمود هم داشان په کشمیر کښې لګیدلې کرفیو یا کرځبندیز، په دغې سیمې کښې د یو لاک او اتیا زره پوځیانو دیره کول، د ارتباطي خدماتو او انټرنیټ بندول او د کشمیري مشرانو نیول او په کورنیو کښې یې نظربندول وغندل.