د پاکستان په خېبر پښتونخوا کښې چاودنې لس تنه ژوبل کړل
Aug 08, 2019 01:46 Asia/Kabul
د پاکستان د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلع کښې د بم د چاودېدو له امله لس تنه ژوبل شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د دغې صوبې د نوښار ضلعې پوليسو وويل پرون د زاخېلو سيمې له ګودامونو سره نزدې يو بم د امنيتي ځواکونو لخوا د شنډولو په وخت وچاودېد چې په نتيجه کښې د يو شمېر پوليسو په شمول لس تنه ژوبل شول.
تر اوسه هيڅ کس يا ډلې د دغه بم اېښودلو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
له بلې خوا امنيتي ځواکونو د سيمې په محاصرو کولو سره د پلټنې او تفتيش عمليات شروع کړي دي.
خېبر پښتخوا د پاکستان له ناامنو صوبو څخه ده چې تراوسه په سلګونو خلق د طالبانو، جماعت الاحرار او سپاه صحابه په شمول د ترهه ګرو ډلو په حملو کښې وژل شوي دي.
ټیګونه