دکشمیر خلک باید خپل برخلیک وټاکی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83918-دکشمیر_خلک_باید_خپل_برخلیک_وټاکی
زمونږخبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د کشمیر دخلکو لخوا ددغه سیمې د برخلیک دټاکلو پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2019 01:27 Asia/Kabul
  • دهندوستان خارجه وزارت ادعا وکړه چې د کشمیر موضوع  دهند یوه (۱) داخله چاره ده .
    دهندوستان خارجه وزارت ادعا وکړه چې د کشمیر موضوع دهند یوه (۱) داخله چاره ده .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د کشمیر دخلکو لخوا ددغه سیمې د برخلیک دټاکلو پرضرورت ټینګار وکړ .

هغه پرون وویل د کشمیر دخلکو پرضد د هندوستان محدودیتونه یواړخیزه دی او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره ددغه سیمې د خلکو لخوا باید  ټولپوښتنه وشی .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی له سیاسی او ډیپلوماټیکې لارې دکشمیر دکړکیچ په حل دټینګار په ترڅ کښې وویل اسلام اباد دهندوستان له ګواښونو نه ویریږی .

هغه وویل پاکستان د هندوستان دعسکرو پرضد په پوځی انتخابونو د غور کولو په حال کښې نه دی خو له حقوقی اوسیای لارې دکشمیر دخلکود حقونو د ترلاسه کولو هڅه کوی .

بل خبر داچې د هند حکومت له پاکستان وغوښتل له نوی ډیلی سره د تجارتی اړیکو دځنډولو او د ډیپلوماټیکو اړیکو دکمولو لپاره په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه وکړی .

دهند حکومت وویل د پاکستان او دهند ترمینځ د ډیپلوماټیکو اړیکو کمول او د تجارتی اړیکو غوڅیدل ددواړو هیوادونو په تاوان دی .

دهندوستان خارجه وزارت ادعا وکړه چې د کشمیر موضوع  دهند یوه (۱) داخله چاره ده .