د پاکستان وزیراعظم د بحرین له باچا سره ټیلیفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83944-د_پاکستان_وزیراعظم_د_بحرین_له_باچا_سره_ټیلیفوني_خبرې_وکړې
د پاکستان وزیراعظم او د بحرین باچا په ټیلیفوني خبرواترو کښې د کشمیر سیمې بدلونونه وڅیړل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 10, 2019 16:03 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم د بحرین له باچا سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د پاکستان وزیراعظم او د بحرین باچا په ټیلیفوني خبرواترو کښې د کشمیر سیمې بدلونونه وڅیړل.

د پاکستان وزیراعظم او د بحرین باچا په ټیلیفوني خبرواترو کښې د کشمیر سیمې بدلونونه وڅیړل.

ایسنا خبري آژانس لیکلې دي چې له شیخ حمد بن عیسی آل خلیفه سره د عمران خان په خبرواترو کښې دواړو لورو د کشمیر د کړکیچ د هواري لپاره په نړیوالو قوانینو باندې پر پابندۍ ټینګار وکړ.

د بحرین باچا او د پاکستان وزیراعظم د دغه ټیلیفوني تماس په بهیر کښې هم داشان د امنیت، صلحې او ثبات د واکمنیدو پر اهمیت او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او نړیوالو قوانینو له مخې د ټولو اختلافاتو په هواریدو ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې د هندوستان پارلیمان تیره دوشنبه د نریندر مودي د حکومت په وړاندیز د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې ځانګړې خودمختاري ختمه کړه.