پاکستان د کشمیر مسئله امنیت شورا ته وړاندې کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیګا وویل چې هیواد به یې د چین په ملاتړ سره د کشمیر مسئله د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
شاه محمود قریشي چې د کشمیر د مسئله په لړ کښې له چیني چارواکو سره د ملاقات او سلامشورې لپاره چین ته تللی و، پاکستان ته له ستنیدو وروسته یې وویل: اسلام آباد نیت لري د کشمیر مسئله امنیت شورا ته وړاندې کړي او په دې لړ کښې چین خپل بشپړ ملاتړ ښودلی دی او په ډاګه یې ویلې دي چې کشمیر یوه لانجمنه سیمه ګڼي.
د پاکستان خارجه وزیر رسنیو ته وویل چې کشمیر د هندوستان کورنۍ مسئله نه ده او پاکستان په دې هکله د خبرې کولو پوره حق لري. هغه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د ځواکونو له خوا په کشمیریانو روان ظلم، نسل وژنه وبلله او ویې ویل چې په دغې سیمې کښې د خوراکي شیانو او د درملو کمی رامینځته شوی دی.