د پاکستان خارجه وزیر له کشمیریانو سره خواخوږي څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83971-د_پاکستان_خارجه_وزیر_له_کشمیریانو_سره_خواخوږي_څرګنده_کړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اسلام آباد د کشمیر له خلکو سره چې د هندوستان د حکومت له ظلم سره مخامخ دي، همدردي او غمرازي کوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 12, 2019 07:37 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزیر له کشمیریانو سره خواخوږي څرګنده کړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اسلام آباد د کشمیر له خلکو سره چې د هندوستان د حکومت له ظلم سره مخامخ دي، همدردي او غمرازي کوي.

شاه محمود قریشي دې ټکي ته په اشارې سره چې د هندوستان له خوا د کشمیر د مظلومو خلکو د ځپنې لپاره سخت کوششونه روان دي، څرګنده کړه: باید احتیاط وشي چې د پلواما د پيښې په شان حادثه تکرار نه شي چې د پاکستان د تورنیدو لامل شوې وه.

د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه: اسلام آباد اندیښمن دی چې هسې نه نوی ډیلی د پلواما د پيښې په شان ډرامې په اجرا کولو سره یوځل بیا خپل پاکستاني ضده تبلیغات پيل کړي. هغه زیاته کړه چې اسلام آباد به د کشمیر د مسئلې په لړ کښې هیڅ کله تسلیم نه شي.