د پاکستان او دروسیې خارجه وزیرانو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84024-د_پاکستان_او_دروسیې_خارجه_وزیرانو_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پرون د روسیې دبهرنیو چارو له وزیر سرګی لاوروف سره په ټیلی فونی خبرو کښې د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر سیمې د حالاتو په هکله بحث وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2019 01:13 Asia/Kabul
  • د کشمیر دخلکو پرضد د هندوستان اقدامات نه یوازې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو  بلکې د بشري حقوقو  هم ستره خلاف ورزۍ ده .
    د کشمیر دخلکو پرضد د هندوستان اقدامات نه یوازې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو بلکې د بشري حقوقو هم ستره خلاف ورزۍ ده .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پرون د روسیې دبهرنیو چارو له وزیر سرګی لاوروف سره په ټیلی فونی خبرو کښې د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر سیمې د حالاتو په هکله بحث وکړ .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د  روسیې له خارجه وزیر سرګی لاوروف سره په دغو ټیلی فونی خبرو کښې هغه د  کشمیر سیمې له وروستی حالت څخه خبر ورکړ او ویې ویل هندوستان د کشمیر په جوړښت کښې د بدلونونو په راوستلو سره په دغه سیمه کښې د نفوسو د جوړښت دبدلولو غوښتونکی دی .

شاه محمود قریشی ډاګینه کړه د کشمیر دخلکو پرضد د هندوستان اقدامات نه یوازې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو  بلکې د بشری حقوقو  هم ستره خلاف ورزۍ ده .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف هم په دغو ټیلی فونی خبرو کښې وویل ماسکو له نږدې څخه په  کشمیر کښې وروستی بدلونونه تعقیبوی او په سیمه کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا اندیښمن شوی دی .

لاوروف وویل روسیه د خبرو اترو له لارې د مسائیلو دحل کیدا غوښتونکی ده .