د پاکستان پوځ په کشمیر کښې د هندوستان اقدامات وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84071-د_پاکستان_پوځ_په_کشمیر_کښې_د_هندوستان_اقدامات_وغندل
د پاکستان د پوځ ویاند د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد له خوا غوره شوې سختې امنیتي تابیاوې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 18, 2019 06:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ په کشمیر کښې د هندوستان اقدامات وغندل

د پاکستان د پوځ ویاند د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد له خوا غوره شوې سختې امنیتي تابیاوې وغندلې.

جنرال آصف غفور په یوه خبري غونډه کښې وویل: هندوستان دې په دې نزدیو کښې د ځان خلاف د نړیوالې ټولنې د غبرګون په تمه ووسي.

د پاکستان د پوځ ویاند د هندي پوځ له خوا په کشمیر کښې سختو امنیتي تدابیرو ته په اشارې سره زیاته کړه: دا چې په کشمیر کښې د هرې کوڅې او سړک په سر یو هندي پوځي ولاړ دی، له ویرې پرته هیڅ عقلي او منطقي توجیه نه لري.

هغه په دوام کښې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندوستان د سرحدي ځواکونو د وروستیو بریدونو په غندلو سره دغه حملې وغندلې او وی ویل: مونږ نه غواړو چې د دې سیمې خلکو ته ډیر وړوکی ګواښ او خطر ورپيښ شي او په هم دې وجه به دغو بریدونو ته کنټرول شوی ځواب ورکړو.