پاکستان له هند سره تاوتریخوالی نه غواړی
-
د کشمیر مسله باید د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس حل شي .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی پرون ټینګار وکړ اسلام اباد له هند سره د تاوتریخوالی زیاتیدل نه غواړی بلکې د کشمیر د شخړې د هواری غوښتونکی دی .
هغه وویل د کشمیر مسله باید د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس حل شی .
د پاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشی دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د هندوستان لومړی وزیر ناریندر مودی د فرانسې په بیاریټز(Biarritz) ښار کښې د جی اوه(Group of Seven) ډلې دغړو هیوادونو دمشرانو دغونډې په څنګ کښې دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنې کښې ویلی وو پاکستان او هندوستان خپل اختلافات او مسائیل په دوه اړخیزه ډول حل کولای شی او دریم (۳) لوری ته د مینځګړیتوب هیڅ ضرورت نشته .
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریمګړی په توګه د کشمیر د مسلې پرسر د پاکستان او دهند ترمینځ د مینځګړیتوب کولو غوښتنه کړی وه خو نوی ډیلی دغه غوښتنه رد کړی وه .