پاکستان کښې د کربلا د غمیزې په هکله مشاعره وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84482-پاکستان_کښې_د_کربلا_د_غمیزې_په_هکله_مشاعره_وشوه
د پاکستان په پلازمینه کښې یوه ډله شاعرانو (د شعر د شپې) په ترسره کولو سره د امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو مظلومیت بیان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2019 00:36 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د کربلا د غمیزې په هکله مشاعره وشوه

د پاکستان په پلازمینه کښې یوه ډله شاعرانو (د شعر د شپې) په ترسره کولو سره د امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو مظلومیت بیان کړ.

د حسیني تاسوعا او عاشورا په رانزدې کیدو سره د پاکستان په پلازمینه اسلام آبادکښې یوه ډله شاعرانو (د شعر د شپې) په ترسره کولو سره د امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو مظلومیت بیان کړ.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د تکړه شیعه او سني شاعرانو په ګډون سره په دغې ادبي غونډې کښې شاعرانو د شعر په چوکاټ کښې د عاشورا او د امام حسین علیه السلام او د هغوي د خپلوانو او ملګرو د شهادت فلسفه بیان کړه.

د  دغه شعري محفل ګډونوالو شاعرانو اسلام د حریت او پتمنۍ مکتب وباله او په خپلو شعرونو کښې یې وویل چې د عاشورا پیښه نن سبا په یو مکتب او له ظلم سره د مبارزې په سمبول بدله شوې ده.

په دغه محفل کښې د اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو پر تکړه شاعرانو سربیره د مختلفو پرګنو ګڼ شمیر پاکستانیانو هم شتون درلود.