پاکستان کښې د کربلا د غمیزې په هکله مشاعره وشوه
د پاکستان په پلازمینه کښې یوه ډله شاعرانو (د شعر د شپې) په ترسره کولو سره د امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو مظلومیت بیان کړ.
د حسیني تاسوعا او عاشورا په رانزدې کیدو سره د پاکستان په پلازمینه اسلام آبادکښې یوه ډله شاعرانو (د شعر د شپې) په ترسره کولو سره د امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو مظلومیت بیان کړ.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د تکړه شیعه او سني شاعرانو په ګډون سره په دغې ادبي غونډې کښې شاعرانو د شعر په چوکاټ کښې د عاشورا او د امام حسین علیه السلام او د هغوي د خپلوانو او ملګرو د شهادت فلسفه بیان کړه.
د دغه شعري محفل ګډونوالو شاعرانو اسلام د حریت او پتمنۍ مکتب وباله او په خپلو شعرونو کښې یې وویل چې د عاشورا پیښه نن سبا په یو مکتب او له ظلم سره د مبارزې په سمبول بدله شوې ده.
په دغه محفل کښې د اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو پر تکړه شاعرانو سربیره د مختلفو پرګنو ګڼ شمیر پاکستانیانو هم شتون درلود.