پاکستان په کربلا کښې د حسیني زیارتوالو د شهادت تسلیت ووایه
Sep 11, 2019 12:14 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت پرون په کربلا کښې په رامینځته شوې پیښې کښې د یوشمیر حسیني زیارتوالو د شهادت په هکله تسلیت ویلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د دغه هیواد حکومت په دغې پيښې کښې د شهید شویو له کورنیو سره غمرازي څرګندوي او د عراق ولس او حکومت ته تسلیت وايي.
محمد فیصل زیاته کړه چې په مړو یا زخمیانو کښې پاکستانیان نشته.
د ویلو ده چې پرون په کربلای معلی کښې د حسیني عاشورا د مراسمو په دوران کښې د ګڼې ګوڼې له امله څه باندې دیرش تنه شهیدان او سل نور زخمي شول.
ټیګونه