دکشمیر په حالاتو د اروپایانو سترګو پټول افسوسناکه خبره ده
کابو یو څلویښتمه ورځ کیږی،دهندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر پر خلکو هندی حکومتی مامورانو اوپوځیانو رڼا ورځ تورتمه کړې او داسې کومه ورځ نشته چې دیوشمیر بې ګناه کشمیریانو وینه ونه بهوی خو دا اسلامی اوعربی هیوادونه دی چې د هندی پوځیانو په جنایتونو ئې سترګې پټې کړی او هندی چارواکو ته د امن ملی میډالونه ډالۍ کوی .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د سویس له ملی ټیلیویژنی چینل سره په خصوصی خبرو کې په دې په ټینګار سره چې د کشمیر په شخړې کې دخبرواترو میز ته دهندوستان د کاږلو یوازینۍ لاره د دریم هیواد له نفوذه استفاده ده روښاه کړې ، هندوستان د کشمیر سیمې د کورواکۍ په لغوه کولوس ره د ملګروملتو اوامنیت شورا قوانینو تر پښو لاندې کړی دی .
دپاکستان خارجه وزیر دهند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې د حالاتو لاترینګلتیاؤ ته په اشارې سره زیاته کړې،په هندی کشمیر کې دموبایل اوانټرنیټ د بندیدا په دلیل د نړۍ خلک ددغې مظلومې سیمې دخلکو له وروستیو حالاتو دقیقه اطلاع نه لری.هغه دې ته په اشارې سره چې د سویس پشمول دځینو هیوادونو مشرانو د هندو ستان دحکومت له مسئولانو سره خپل لیده کاته د کشمیر دموضوع له حل سره مشروط کړی دی ، په دې باب ئې د ځینو اروپائی هیوادونو پر چپتیا سخته نیوکه وکړه .
داپه داسې حال کې دی چې کابو یو څلویښتمه ورځ کیږی،دهندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر پر خلکو هندی حکومتی مامورانو اوپوځیانو رڼا ورځ تورتمه کړې او داسې کومه ورځ نشته چې دیوشمیر بې ګناه کشمیریانو وینه ونه بهوی خو دا اسلامی اوعربی هیوادونه دی چې د هندی پوځیانو په جنایتونو ئې سترګې پټې کړی او هندی چارواکو ته د امن ملی میډالونه ډالۍ کوی .