د افغانستان شاذدافیر د پاکستان خارجه وزارت ته وروبلل شو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه ګډې پولې ته څیرمه په خپلو سرحدي ځواکونو باندې د ترهګرو له حملې وروسته په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفارت شاذدافیر احضار کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه ګډې پولې ته څیرمه په خپلو سرحدي ځواکونو باندې د ترهګرو له حملې وروسته په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفارت شاذدافیر احضار کړ.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې په اسلام آباد کښې د کابل د سفارت شاذدافیر د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د امنیتي ځواکونو په سنګرونو باندې د ترهګرو په حملې باندې اعتراض کښې دغې وزارتخانې ته وربلل شوی او د اسلام آباد د حکومت سخت اعتراض ورته اعلان شوی دی.
په خبرپاڼه کښې څرګنده شوې ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه له افغانستان سره په ګډه پوله کښې د کلایې په جوړولو لګیا وو چې ترهګرو پرې د افغانستان له خاورې حمله وکړه.
په دغه حمله چې چې وړمه ورځ شوې وه، لږترلږه څلور پاکستاني پوځیان وژل شوې وو.