پاکستان له امریکا سره په ملګرتیا سره غلطۍ کړی ده
-
دافغانستان په اتلس(۱۸) کلن جنګ کښې د امریکا پوځي ستراتيژۍ ماتي خوړلي ده .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان اعتراف وکړ د افغانستان په جنګ کښې له امریکا سره د اسلام اباد ملګرتیا د پاکستان د تاریخ ترټولو ستره تیروتنه وه .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په څنګ کښې د امریکا د خارجه وزارت له ډیپلوماټانو سره په کتنې کښې وویل پاکستان په خپل تاریخ کښې یوه(۱) ستره غلطۍ وکړه او هغه د افغانستان په جنګ کښې له امریکا سره ملګرتیا کول وو او دغه ملګرتیا سبب شوه چې کلونه کلونه په پاکستان ناامنۍ وروتپل شی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ټینګار وکړ که چیرې امریکا د افغانستان دمشکل د حل غوښتونکی ده نو باید له هیڅ وړاندې شرط پرته خپل پوځیان له دغه جنګ ځپلی هیواد څخه وباسی .
عمران خان د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په وینا کښې وویل جنګ دهیڅ مشکل حل لاره نه ده او امریکا نور د جنګ فکر ونکړی بلکې یوازې له افغانستان څخه دخپلو پوځیانو د وتلو په فکر کښې ووسی .
دافغانستان دسیاسی مسائیلو کارپیژاندو او سیاسی او مذهبی شخصیتونو په ځلونو ټینګار کړی دی دافغانستان په اتلس(۱۸) کلن جنګ کښې د امریکا پوځی ستراتیژۍ ماتی خوړلی ده او واشنګټن په افغانستان کښې د امنیت دتامینولو لپاره له دغه هیواد څخه د خپلو عسکرو له وتلو پرته بل هیڅ لاره نلری .