پاکستان کښې ترهګرې چاودنې درې تنه وژلې دي
Sep 29, 2019 02:28 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د یوې ترهګرې بمي چاودنې له امله درې تنه مړه شوي او دیارلس نور زخمي شوې دي.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د یوې ترهګرې بمي چاودنې له امله درې تنه مړه شوي او دیارلس نور زخمي شوې دي.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې دغه بم پرون ماسپښین د بلوچستان صوبې په چمن ښار کښې وچاودید چې له امله یې د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل څانګې یو جګ پوړی غړی مولانا محمدحنیف او دوه تنه نور وژل شوې دي.
په موټر سایکل کښې ایښودل شوی دغه بم د مولانا حنیف دفتر ته څیرمه وچاودیده چې له امله یې دیارلس تنه نور هم ژوبل شوې دي.
د دغې ترهګرې چاودنې پړه د خبر تر رارسیدو پورې چا نه وه منلې.
ټیګونه