د هرمز د سولې پیغام د هیوادونو حاکمیت ته دروناوې دې
ښاغلی مشاهد حسین ټینګار وکړ هغه کسان چی د جنګ ، تیری او یرغل خبره کوی ، په حقیقت کی د سیمې دښمنان دی ، په داسې حال کی چی دهرمز د سولې نوښت د امنیت او ثبات په لاره کی مخ پر وړاندی ګام دی
د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیشن مشر سید مشاهد حسین سید نن په اسلام اباد کی له ایرنا سره په خبرو کی وویل پاکستان د ایران له نوښته هرکلې کوی او هغه د سیمې د ټولو هیوادونو د ګټو د تامینولو په لړ کی بولی .
ښاغلی مشاهد حسین ټینګار وکړ هغه کسان چی د جنګ ، تیری او یرغل خبره کوی ، په حقیقت کی د سیمې دښمنان دی ، په داسې حال کی چی دهرمز د سولې نوښت د امنیت او ثبات په لاره کی مخ پر وړاندی ګام دی .
د پاکستان دغه لوړ رتبه سیاستوال زیاته کړه د سیمې د سولې لپاره د ایران وړاندی کیدل د ستایلو وړ دی او نور هیوادونه په تیره بیا امریکا هم باید له دغه فرصته استفاده وکړی .
سید مشاهد حسین وویل د ایټمی وسلو پرضد د اسلامی ایران دریځ په بشپړه روښانه دی او دغه هیواد په خپلو ایټمی پروګرامونو کی هیڅکله په پوځی هدفونو پسې ندې .
ده ټینګار وکړ امریکا باید ایټمی موافقې ته ستنه شی ترڅو د ایران او شپږو نړیوالو قدرتونو ترمینځ د تعامل بهیر بیا احیا شی .
سید مشاهد حسین زیاته کړه د ایران او امریکا ترمینځ خبرې اترې یوازې له ګواښ ، بایکاټ او دباوپه خالی فضا کی امکان درلودلې شی .