پاکستان د ترهګرو د لټون لپاره ډرون استعمالوي
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې امنیتي ځواکونه د ترهګرو موندلو او پيژندلو په موخه له بې پایلټه الوتکو کار اخلي.
تسنیم خبري آژانس د پاکستان د پولیسو په حواله لیکلې دي چې د سرحدي ځواکونو د حملو په وړومبۍ مرحله کښې د بې پایلټه الوتکو استعمال په سختو او غریزو سیمو کښې شوی دی.
د پاکستان د پولیسو په وینا، د بې پایلټه الوتکو استعمال په سختو غرنیو سیمو کښې د ترهګرو او مجرمانو د پیژندنې او معلومونې عملیات اسانوي.
ټاکل شوې چې له افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمو کښې له دغو ډرونز څخه په پراخه توګه ګټه پورته کړی شي څو د ترهګرو د تحرک او په غیرقانوني توګه یې د پاکستان خاورې ته د ننوتو مخه ونیوی شي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو له دې مخکښې د محرم د میاشتې د عزادارۍ د مراسمو د امنیت د تامینولو لپاره له بې پایلټه الوتکو کار اخیستی و.