پاکستان د ترهګرو د لټون لپاره ډرون استعمالوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84950-پاکستان_د_ترهګرو_د_لټون_لپاره_ډرون_استعمالوي
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې امنیتي ځواکونه د ترهګرو موندلو او پيژندلو په موخه له بې پایلټه الوتکو کار اخلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2019 04:05 Asia/Kabul
  • پاکستان د ترهګرو د لټون لپاره ډرون استعمالوي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې امنیتي ځواکونه د ترهګرو موندلو او پيژندلو په موخه له بې پایلټه الوتکو کار اخلي.

تسنیم خبري آژانس د پاکستان د پولیسو په حواله لیکلې دي چې د سرحدي ځواکونو د حملو په وړومبۍ مرحله کښې د بې پایلټه الوتکو استعمال په سختو او غریزو سیمو کښې شوی دی.

د پاکستان د پولیسو په وینا، د بې پایلټه الوتکو استعمال په سختو غرنیو سیمو کښې د ترهګرو او مجرمانو د پیژندنې او معلومونې عملیات اسانوي.

ټاکل شوې چې له افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمو کښې له دغو ډرونز څخه په پراخه توګه ګټه پورته کړی شي څو د ترهګرو د تحرک او په غیرقانوني توګه یې د پاکستان خاورې ته د ننوتو مخه ونیوی شي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو له دې مخکښې د محرم د میاشتې د عزادارۍ د مراسمو د امنیت د تامینولو لپاره له بې پایلټه الوتکو کار اخیستی و.