په ملګرو ملتو کښې د پاکستان د استازي ناڅاپه بدلېدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i84957-په_ملګرو_ملتو_کښې_د_پاکستان_د_استازي_ناڅاپه_بدلېدل
د پاکستان حکومت په يو ناڅاپه اقدام کښې په ملګرو ملتو کښې د دغه هېواد استازې څنګته کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2019 10:36 Asia/Kabul
  • په ملګرو ملتو کښې د پاکستان د استازي ناڅاپه بدلېدل

د پاکستان حکومت په يو ناڅاپه اقدام کښې په ملګرو ملتو کښې د دغه هېواد استازې څنګته کړه.

د پاکستان ستر ټي وي چېنل جيو ټي وي رپوټ ورکړ، د اسلام اباد حکومت د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون لپاره امريکې ته د عمران خان له سفره وروسته په يو اقدام کښې چې وجه يې اعلان نه شوه په دغه نړيواله اداره کښې خپله استازې مېرمن مليحه لودهي څنګته کړه.

د پاکستان خارجه وزارت وويل منير اکرم به چې يو مخينه لرونکے ډېپلومېټ ګڼل کيږي په ملګرو ملتو کښې د اسلام آباد نوے استازے وي.

دغې وزارتخانې همدارنګ خليل احمد هاشمي د ملګرو ملتو د بشري حقوقو په شورا کښې د پاکستان د نوي استازي په توګه معرفي کړ.