دافغانستان دطالبانو پلاوی نن پاکستان ته ورځی
-
دافغانستان دطالبانو پلاوي له دې مخکې روسیې ، چین او ایران ته سفرونه کړي وو .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان د طالبانو ویاند سهیل شاهین په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې وویل ددغه ډلې یو(۱) پلاوی به د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ نن اسلام اباد ته سفر وکړی .
دا د افغانستان د سولې د خبرو اترو له ماتی خوړلو وروسته د سیمې هیوادونو ته د طالبانو د پلاوی د سفر اخری تم ځای دی .
سهیل شاهین وویل د طالبانو پلاوی به په اسلام اباد کښې د پاکستان له چارواکو سره د مهمو موضوګانو په هکله خبرې وکړی .
دویلو ده چې دافغانستان دطالبانو پلاوی له دې مخکې روسیې ، چین او ایران ته سفرونه کړی وو .
دغه راز د افغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم پرون له طالبانو سره د سولې د خبرواترو د بیا پیلولو په اړه د پاکستان له حکومتی او پوځی مشرانو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته رسیدلی دی .
په امریکا کښې ډیپلوماټیکې سرچینې وایی پاکستان هڅه کوی چې دطالبانو مشر ملا عبدالغنی برادر له زلمی خلیل زاد سره د مکمنه کتنې لپاره نن له قطر څخه اسلام اباد ته راولی .