دطالبانوله مشرانو سره دعمران خان له کتنې ضد و نقیض راپورونه رارسی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85059-دطالبانوله_مشرانو_سره_دعمران_خان_له_کتنې_ضد_و_نقیض_راپورونه_رارسی
ویل کیږی چی عمران خان په دغه کتنه کی په افغانستان او سیمه کی د دوامداره امنیت د ټینګولو لپاره د سولې د خبرو اترو پیلول ضروری بللی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2019 10:31 Asia/Kabul
  • دطالبانوله مشرانو سره دعمران خان له کتنې ضد و نقیض راپورونه رارسی

ویل کیږی چی عمران خان په دغه کتنه کی په افغانستان او سیمه کی د دوامداره امنیت د ټینګولو لپاره د سولې د خبرو اترو پیلول ضروری بللی دی .

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان ځینو رسندویو نن لیکلی دی چی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان  بندو تنبو شاته د طالبانو له پلاوی سره کتنه کړی ده .

ویل کیږی چی عمران خان په دغه کتنه کی په افغانستان او سیمه کی  د دوامداره امنیت د ټینګولو لپاره د سولې د خبرو اترو پیلول ضروری بللی دی .

په داسې حال کی چی د پاکستان د اطلاع رسونې په چارو کی د عمران خان ځانګړی سلاکارې میرمن فردوس عاشق اعوان  له  طالب استازیو سره د عمران خان کتنه رد کړی ده .

د افغانستان د خارجه وزارت ویندوی صبغت ا... احمدی پرون د سولې د خبرواترو د زمینې د برابرولو په خاطر اسلام اباد ته د طالبانو د مشرانو د سفر هرکلی کړی دی .