د پاکستان لومړی وزیر نن ایران ته په سفر راځی
ټاکل شوې ده عمران خان به په دغه سفر کې د اسلامی ایران د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړی او دغه راز ځینی سرچینې وائی عمران خان غواړی د تهران او ریاض او حتی د تهران او واشنګټن ترمینځ د رامینځة شوو تاؤتریخوالو دکمولو او همداراز د افغانستان د سولې په زمینې کې د تهران اوریاض له چارواکو سره په خبرواترو او مینځګړیتوب سره نوښت وکړی .
زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،دپاکستان لومړی وزیر عمران خان نیّت لری ، تهران او ریاض ته سفرونه وکړی ، چې هغه به ددغه سفر په لومړی پړاؤ کې نن تهران ته او ورپسې بیا هم ریاض ته سفر وکړی
ټاکل شوې ده عمران خان به په دغه سفر کې د اسلامی ایران د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړی او دغه راز ځینی سرچینې وائی عمران خان غواړی د تهران او ریاض او حتی د تهران او واشنګټن ترمینځ د رامینځة شوو تاؤتریخوالو دکمولو او همداراز د افغانستان د سولې په زمینې کې د تهران اوریاض له چارواکو سره په خبرواترو او مینځګړیتوب سره نوښت وکړی .
د پاکستان لومړی وزیر د روان کال په پسرلی کې هم ایران ته لومړنی سفر راکړی ؤ .