د پاکستان لومړی وزیر نن ایران ته په سفر راځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85175-د_پاکستان_لومړی_وزیر_نن_ایران_ته_په_سفر_راځی
ټاکل شوې ده عمران خان به په دغه سفر کې د اسلامی ایران د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړی او دغه راز ځینی سرچینې وائی عمران خان غواړی د تهران او ریاض او حتی د تهران او واشنګټن ترمینځ د رامینځة شوو تاؤتریخوالو دکمولو او همداراز د افغانستان د سولې په زمینې کې د تهران اوریاض له چارواکو سره په خبرواترو او مینځګړیتوب سره نوښت وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 12, 2019 03:03 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر نن  ایران ته په سفر راځی

ټاکل شوې ده عمران خان به په دغه سفر کې د اسلامی ایران د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړی او دغه راز ځینی سرچینې وائی عمران خان غواړی د تهران او ریاض او حتی د تهران او واشنګټن ترمینځ د رامینځة شوو تاؤتریخوالو دکمولو او همداراز د افغانستان د سولې په زمینې کې د تهران اوریاض له چارواکو سره په خبرواترو او مینځګړیتوب سره نوښت وکړی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د پاکستان خارجه وزارت دیوې  اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،دپاکستان لومړی وزیر عمران خان نیّت لری ،  تهران او ریاض ته سفرونه وکړی ، چې   هغه به ددغه  سفر په لومړی پړاؤ کې نن تهران ته  او ورپسې بیا هم ریاض ته سفر وکړی

ټاکل شوې ده  عمران خان به په دغه سفر کې د اسلامی ایران  د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره  خبرې اترې وکړی  او  دغه راز  ځینی سرچینې وائی  عمران خان غواړی  د تهران او ریاض او حتی د تهران او واشنګټن ترمینځ  د رامینځة شوو تاؤتریخوالو دکمولو  او همداراز د افغانستان د سولې په زمینې کې  د تهران اوریاض له چارواکو سره  په خبرواترو او مینځګړیتوب سره  نوښت  وکړی .

  د پاکستان لومړی وزیر  د روان کال په پسرلی کې هم ایران ته  لومړنی سفر راکړی ؤ .