پاکستان د افغانستان دحکومت په فیصلې خپه شو
-
د پاکستان دپیښور ځايي حکومت د اکتوبر د میاشتې په اتمه (۸) نیټه یوسل اتیا(۱۸۰) افغان تاجران له دغه تجارتي ودانۍ وویستل .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې د افغانستان د کنسولګرۍ په چټی کولو کښې د کابل د حکومت په وروستی اقدام خواشینۍ څرګنده کړه .
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په یوې(۱) خبرپاڼه کښې هیله وکړه دا ډول مسائیل د افغانستان او دپاکستان اړیکو ته ګوزار ورنکړی .
افغانستان په تیرې جمعې ورځ په پیښور کښې په لانجې وړ یوه(۱) تجارتی بازار د پاکستان دپولیسو په حملې اعتراض کښې په دغه ښار کښې خپله کنسولګرۍ وتړله .
په پاکستان کښې د افغانستان سفیر شکر الله عاطف مشعل هم د افغانستان د حکومت په مالکیت کښې له یوې (۱) تجارتی ودانۍ څخه د افغانستان د بیرغ په کوزولو کښې د پیښور د پولیسو اقدام وغاند .
د پاکستان دپیښور ځایی حکومت د اکتوبر د میاشتې په اتمه (۸) نیټه یوسل اتیا(۱۸۰) افغان تاجران له دغه تجارتی ودانۍ وویستل او د افغانستان بیرغ یې هم لیرې کړ .