پاکستان د افغانستان دسولې په خبرو کښې ګډون کوی
-
روسیې ، چین ، امریکا او پاکستان په افغانستان کښې د جامع او دائمي اوربند ضرورت تائید کړی .
زمونږ خبریال وایی پاکستان په ماسکو کښې د افغانستان دسولې په هکله په څلور اړخیزه غونډې کښې ګډون کوی .
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند محمد فیصل نن وویل اسلام اباد به د افغانستان د سولې په هکله په راتلونکو څلور اړخیزه خبرو کښې چې ټاکل شوی ده په روسیې کښې وشی ګډون وکړی .
هغه نن اونیز خبری کانفرنس ته په وینا کښې وویل د افغانستان او دلویدیځې اسیا په چارو کښې د پاکستان دخارجه وزارت سیکرټر به په ماسکو کښې د افغانستان دسولې په څلور اړخیزه غونډې کښې ګډون وکړی .
دغه راز د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم وویل روسیې ، چین ، امریکا او پاکستان په افغانستان کښې د جامع او دائمی اوربند ضرورت تائید کړی کوم چې باید د افغانستان دسیالو لورو ترمینځ د خبرواترو له پیلیدا سره په یووخت پیل شی .