د پاکستان د ازادۍ په نوم لاریون پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85514-د_پاکستان_د_ازادۍ_په_نوم_لاریون_پیل_شو
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې د ازادۍ په نوم لاریون نن د سیند صوبې د کراچۍ له «سهراب ګوټ» سیمې څخه د پلازمینې اسلام اباد په لور پیل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2019 13:11 Asia/Kabul
  •  لومړی وزیر عمران خان باید استعفا ورکړي .
    لومړی وزیر عمران خان باید استعفا ورکړي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې د ازادۍ په نوم لاریون نن د سیند صوبې د کراچۍ له «سهراب ګوټ» سیمې څخه د پلازمینې اسلام اباد په لور پیل شو .

په زرګونو خلک چې د دینی مدرسو طلبا پکښې شامل دی  په دغه لاریون کښې برخه اخلی .

د پاکستان د پیپلز ګوند ، د مسلم لیګ د نوازشریف  او د عوامی نیشنل پارټۍ په شمول د هیواد سیاسی ګوندونو هم دازادۍ په نوم لاریونو کښې ګډون کړی دی .

د پاکستان دجمعیت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګې په مشرانو سربیره د پیپلز ګوند مشران رضا ربانی ، سعید غنی ، د نواز شریف د مسلم لیګ څانګې مشران محمد زبیر ، نهال هاشمی ، د عوامی نیشنل پارټۍ شاهی سید او نور مشران هم د لاریون د مشرانو په کنټینر(container) کښې ناست دی .

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمن څانګې مشر مولانا فضل الرحمان وویل مونږ له خپلو کشمیری وړونو سره دغه ژمنه کړی ده چې له تاسو سره د پیوستون د اعلانولو لپاره نن توره ورځ ولمانځو .

هغه وویل  د پاکستان ټول  ملت د کشمیر د مسلې په هکله یو نظر لری او زیاته یې کړه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې درې (۳)میاشتې کیږی چې ګرځبندیز دی .

مولانا فضل  الرحمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د انسانی حقوقو د خلاف ورزیو په هکله اقدام ترسره کړی .

هغه زیاته کړه چې د پاکستان دحکومت مخالفو ګوندونو د حکومت د مرکچی ډلې غوښتنې رد کړی دی او مونږ به خپله پرلتې ووهو او زیاته یې کړه لومړی وزیر عمران خان باید استعفا ورکړی .