د پاکستان د ازادۍ په نوم لاریون سکهر سیمې ته رسیدلی
-
د ازادۍ په نوم دغه لاریون په سکهر کښې له شپې کولو وروسته نن پنجاب صوبې ته ورسیږي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د فضل الرحمن څانګې د ازادۍ په نوم لاریون چې پرون دسیند صوبې د کراچۍ ښار له سهرات ګوټ سیمې پیل شوی وو اوس سکهر سیمې ته رسیدلی دی .
د جمعیت علمای اسلام دفضل الرحمن څانګې صوبایی عمومی سیکرټر راشد محمود د دغه لاریون مشرۍ کوی .
د ازادۍ په نوم دغه لاریون په سکهر کښې له شپې کولو وروسته نن پنجاب صوبې ته ورسیږی او له لاهور څخه په تیریدا سره به پلازمینې اسلام اباد ته ورشی .
دغه راز د حب له لارې په بلوچستان صوبې کښې دجمعیت علمای اسلام کارکونکی به هم په دغه لاریون کښې ګډون وکړی .
ویل کیږی چې د جمعیت علمای اسلام دفضل الرحمن څانګې یو(۱) مهم مشر مولانا عبدالواسع به د بلوچستان صوبې له مرکز کویټه ښار څخه د ازادۍ په نوم دلاریون مشرۍ وکړی او دغه لاریون به له ډیره غازې خان ، ملتان او لاهور څخه په تیریدا سره اسلام اباد ته ورسیږی .